په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، افغانان بیا د ملي یووالي حکومت تکرار نه غواړي او د ټاکنو کمېسیون باید د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په شفاف ټول اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیکولاس کي زیاته کړې، افغانان دا ځل نه غواړي، چې په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال تجربې تکرار او یو څوک دې له بهره راشي او د افغانستان د ټاکنو مشکل په حل کې د مرسته وکړي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، دا ځل هېڅ افغان نه غواړي، چې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شي نو د ټاکنو کمېسیون باید د ټاکنو په پروسه کې د خلکو باور ساتلو لپاره د ټاکنو پایلې په شفاف ډول اعلان کړي.
دغه راز نیکولاس کي د سولې په اړه ویلي، یوازې بین الاافغاني خبرې کولی شي، چې د افغانستان روان کړکېچ حل کړي او جګړه پای ته ورسېږي.
نیکولاس کي دا هم ویلي، ناټو سازمان د سولې په مذاکراتو کې باید تېرې لاس ته راوړنې وساتل شي او د خلکو غوښتنې له پامه ونه غورځول شي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سازمان د افغان ځواکونو روزنې او مرستې ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس:کابل