ملي دفاع وزارت زابل ولایت کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د یوه نظامي مسوول په ګډون د ۳۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د لړم ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی.
سرچینه زیاتوي په دغه هوايي برید کې د طالبانو د نظامي مسوول مولوي بریالي په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت زیاتوي، افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد عملیات پراخ کړي، چې په ترڅ کې یې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل