۰
پاکستاني رسنۍ:

ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۷
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو مذاکرات بیا پیل شي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.
ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو مذاکرات بیا پیل شي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ دغه راپور پر داسې مهال ورکوی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اسلام آباد ته ورغلی دی.

خلیلزاد تېره شپه اسلام آباد ته تللی او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې لیدنه کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې رښتینې او عملي همکاري وکړي.

عمران خان هم ورته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې په افغانستان کې تل پاتې سوله غواړي ځکه په وینا یې د افغانستان سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده.

په ورته وخت کې د پاکستان ایکسپرېس ترېبیون ورځپانې همدې سفر او د افغان سولې په تړاو د مسکو ناستې ته په اشارې ویلي، کېدای شي، ډېر ژر د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

دغه ورځپاڼې د مسکو غونډه کې د یوه ګډونوال پاکستانی چارواکي له قوله ویلي، خلیلزاد وایي، واشنګټن د سولې د مذاکراتو بیا پیلېدل غواړي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې اسلام آباد ته د خلیلزاد بیا ځلي سفر او له عمران خان سره لیدل هم د دې لپاره دي، چې څرنګه د سولې خبرې بیا پی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي