د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، افغان حکومت د سولې په اړه نوې طرحه جوړه کړې او باید ولس ترې خبر وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب نن سه شنبې د لړم ۷ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د همدې طرحې پر بنسټ حکومت په پام کې لري، چې د سیاسیونو په ګډون د سولې جرګه جوړه کړي.
نوموړي و ویل، چې د دغه طرحې یو له شرایطو دا هم دی، چې وسله وال طالبان به لومړی یوه میاشت اوربند کوي او وروسته به افغان حکومت سره ورسره مخامخ خبرې کوي.
هغه و ویل«موږ مخکې د طالبانو سره مذاکراتو پیلولو ته شرط نه درلود، مګر اوس د اوربند په شرط خبرو ته کېنو،طالبان باید پر خپلو قوماندانانو د کنټرول ثابتولو لپاره یوه میاشت اوربند اعلان کړي.»
ښاغلي محب و ویل، چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر منځ اختلافات ډېر شوي، پر خپلو قوماندانانو یې کنټرول له لاسه ورکړی، نو ځکه حکومت پر اوربند ټینګار کوي.
د ملي امنیت سلاکار چې د سولې د ولسمشر غني د اووه ماده ییز پلان د تشریح کاوه زیاته کړه، چې حکومت له پاکستان سره د مذاکراتو لپاره هم پلان لري.
خو په وینا یې پاکستان باید ضمانت ورکړي، چې نور به د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي، ځای او روزنه به نه ورکوي او په افغانستان کې به له جګړې لاس اخلي او له دې پرته سوله ناشونې ده.
ښاغلي محب و ویل«طالبان دلته خپلې جګړې ته د بهرنیانو د حضور له کبله مشروعیت ورکوي، خو طالبان پخپله هم د پاکستان لاسپوڅي دي او له پاکستان پرته جګړه مخته نشي بېولی، دوی به موږ ته ضمانت او وضاحت راکوي چې له دې وروسته پاکستان سره څه ډول رابطه ساتي.»
د ده په خبره د سولې دغه طرحه له نړیوالو شریکنو، د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون له ټولو سره شریکه شوې او په لومړي قدم کې یې چا مخالفت نه دی کړی.
بل پلو محب و ویل چې افغانستان ته د خلیلزاد د سفر موخه یوازې د یو امریکايي او یو استرالوي استاد د خوشې کولو په تړاو سلا مشورو وه او نور هېڅ مسایل نه دي ورسره مطرح شوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د خپلو خبرو په پای کې د بېجنګ ناستې ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې دغه ناسته د افغان دولت په غوښتنه له دې امله چې د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې ځنډېدلې ده.
حمدالله محب وایي، کله چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې معلومې او اعلان شي، نو افغان حکومت به له هغې وروسته د سیاسیونو سره په ګډه د بېجنګ په ناسته کې ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش