د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي له محمد بن سلمان سره لیدنه کې ویلي په تېرو سفرونو کې دوه اړخیزې رامنځ ته شوې ژمنې تر ډېره عملي شوې دي او د اړیکو پر پراختیا لا ډېر کار روان دی.
نوموړې زیاته کړې، چې هند او سعودي عربستان پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او هڅه کېږي چې دغه اړیکې نورې هم پراخې شي.
په ورته وخت کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم ویلي، له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دواړه لوري به د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې اړیکې لا ډېرې پراخې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل