۰
پر ټاکنو د څار بنسټو شبکه:

کمېسیون دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي نور یې ځند د منلو نه دی

دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
پر ټاکنو د څار بنسټونو شبکه د ټاکنو د پایلو د اعلان مهال وېش ځنډول د نه منلو وبلل او پر کمېسیون یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.
کمېسیون دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي نور یې ځند د منلو نه دی
پر ټاکنو د څار بنسټونو شبکه د ټاکنو د پایلو د اعلان مهال وېش ځنډول د نه منلو وبلل او پر کمېسیون یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شبکې مسوولینو نن دوشنبې د لړم ۶ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ټاکنو د پایلو د اعلان ځندول د نه منلو وړ وبلل.

د دغه شبکې غړي عبدالله احمدي و ویل، چې د ټاکنو د پایلو ځند د خلکو سره اندېښنې راپورته کړې او کمېسیون باید ژر تر ژره پایلې اعلان کړي.

نوموړي ویلي په داسې شرایطو کې چې کمېسیون باندې سیاسي فشارونه هم شته او بهرني سفیران هم کمېسیون ته ځي راځي، د ټاکنو په پایلو کې د لاس وهنې په اړه شکونه زیاتوي.

دغه راز د یادې شبکې یو بل غړي حبیب الله شینواري هم د کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو پر تګ راتګ او دغه راز دې خبرې چې مرکزي سیستم قلف مات شوی نیوکه وکړې او د هغوی پر وړاندې یې د کمېسیون غبرګون د پوښتنې وړ وباله.

نوموړي و ویل، کمېسیون لومړی د قلف ماتېدو خبره رد کړه خو وروسته یې هغه کسان چې دغه کار یې کړی و، څارنوالۍ ته معرفي کړل، چې په وینا یې کمېسیون باید په دې اړه له ولس سره رښتیني معلومات شریک کړي.

دغه راز هغه کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو تګ راتګ هم غیر قانوني او غیر اصولي وباله او له کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې په دې اړه هم باید ولس ته معلومات ورکړي.

په ورته وخت کې د یادې شبکې یو تن غړي عبدالمتین ایماق ادعا وکړه، چې کمېسیون ان د رایو شمېر او جمع بندۍ پروسې باندې هم کنټرول نه لري.

د هغه په وینا د رایو د بیا شمېر او جمع بندۍ پروسه د جرمنۍ درملوک کمېپنۍ له خوا په جرمني کې په داسې شکل تر سره کېږي، چې کمېسیون یې یوازې ننداره کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي