۰

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه اعلانېږي

دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۹
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به د راتلونکې لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه اعلان شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه اعلانېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به د راتلونکې لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه اعلان شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني پرون یکشنبې د لړم ۵ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د کمېسیون ټولو کمېشنرانو په دې توافق کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳ مه نېټه اعلان کړي.

خو اوس د کمېسیون یو تن ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې د کمېسیون د تازه پرېکړې پر بنسټ به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د لیدنۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه اعلان شي.

ټاکل شوې وه، د ټاکنو لومړۍ پایلې د مهال وېش سره سم د تلې په ۱۷ مه اعلان شي، خو د تخنیکي ستونزو له امله کمېسیون دغه نېټه یو ځل د لړم په ۱۶ مه او بیا ۲۳ مې ته وځنډولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي