۱

داعش ډلې د ابوبکر البغدادي ځای ناستی ټاکلی دی

دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
راپورونه وایي، داعش ډلې نېږدې دوه میاشتې وړاندې عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري د خپل نوي مشر په توګه ټاګلی دی.
داعش ډلې د ابوبکر البغدادي ځای ناستی ټاکلی دی
راپورونه وایي، داعش ډلې نېږدې دوه میاشتې وړاندې عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري د خپل نوي مشر په توګه ټاګلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپوتنیک د نیوز ویک امریکايي نشریې له قوله ویلي، چې د داعش د مشر په توګه د العفري ټاکل کېدل خپله د داعش د مشر او بنسټ ګر ابوبکر البغدادي په وړاندیز شوی دی.

سرچینه زیاتوي، داعش ډلې د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري د داعش د بنسټ ګر ابوبکر البغدادي پر ځای ټاکلی وو.

امریکا پرون اعلان وکړ، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د دوی د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د سوریې په لوېدیځ ادلب کې وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونده کې د بغدادي د وژل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل، چې هغه په چاودنه کې له منځه تللی خو امریکایي پوځیان توانېدلي د ډي ان اې له لارې یې وپېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي