۰

جوزجان کې یو طالب ولسوال له ۱۴ ملګرو سره وژل شوی دی

یکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
کورنیو چارو وزارت جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
جوزجان کې یو طالب ولسوال له ۱۴ ملګرو سره وژل شوی دی
کورنیو چارو وزارت جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لړم پنځمه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د جوزجان ولایت په مُردیان ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کېوتي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې د جوزجان د قرقین ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د وژل شوي طالب ولسوال د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو په ورته وخت کې زیاتوي، چې دوه نور طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، دغه دوه طالبانو غوښتل د شبرغان – مزار شریف پر لاره ماین ځای پر ځای کړي، چې خپله پر دوی چاودلی او وژلي یې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمال کې د پوځ چارواکو فاریاب کې هم د ۵۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو راپورو ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي