سیمه ییز چارواکي وایي، بغلان ولایت کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د زارعه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري وايي، څو وسله وال کسان په یاد کلي کې یوه کور ته ننوتي او د دغه کورنۍ په غړو یې ډزې کړې دی.
دوی زیاتوي، چې د وسله والو په ډزو کې د یادې کورنۍ څلور ماشومان، یوه ځوانه انجلۍ او د هغې مور او پلار وژل شوي دي.
د ولسوال په وینا په دغه برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
ولسوال ویلي، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:بغلان