د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، افغانستان د ناټو سازمان یو له مهمو لومړیتوبونو دی او له دغه هېواد سره به د ناټو پوځي او مالي همکارۍ دوام ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د اکتوبر ۲۵ مه د ناټو دفاع وزیرانو غونډې په پای کې کړې دي.
نوموړي ویلي، د ناټو سازمان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ترهګرۍ ضد نړیوالې جګړې په سر کې دی ملاتړ ته ژمن دی او له دغه ځواکونو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ناټو سرمنشي و ویل« د افغانستان څخه زموږ ملاتړ هم د قواو او هم د مالي منابعو له درکه ټینګ او دوام لري زموږ ۱۶ زره سرتېري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ناټو د طالبانو سره د مذاکراتو د پیل کېدو ملاتړ کوي خو په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته اغاړه کېږدي.
دغه راز د ناټو مشر دا هم و ویل، چې اداري فساد په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او د دغه هېواد سره د ناټو د مالي مرستو یوه برخه د فساد په وړاندې د مبارزې او د شفافیت په خاطر ده.
جمهورخبري آژانس:کابل