۰
دفاع وزارت:

د حقاني شبکې یو لوی قوماندان قاري برهان و وژل شو

شنبی ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
ملي دفاع وزارت وايي، د حقاني شبکې یو لوی قوماندان او د کابل جمهوریت روغتون مخې ته د ترهګر برید اصلي طراح قاري برهان و وژل شو.
د حقاني شبکې یو لوی قوماندان قاري برهان و وژل شو
ملي دفاع وزارت وايي، د حقاني شبکې یو لوی قوماندان او د کابل جمهوریت روغتون مخې ته د ترهګر برید اصلي طراح قاري برهان و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت پرون جمعه د تلې ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې قاري برهان د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې و وژل شو.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې له قاري برهان سره یو ځای څو پاکستاني او عرب جنګیالي هم وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، قاري برهان د حقاني شبکې یو له مهمو او لویو قوماندانانو وو، چې په ۲۰۱۸ میلادي د جنورۍ ۲۷ مه یې د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته د ترهګریز برید پلان هم جوړ کړی وو.

په دغه برید کې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې نېږدې ټول یې ملکی وګړي وو.

خبرپاڼه وايي، قاري برهان په لوګر کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسيون مشري هم کوله او په غزني او لوګر کې یې د القاعده شبکې د انتحاریانو او نورو ترورېستانو د فعالیت زمینه برابروله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي