۰
ولسمشرغني:

د بهرنیو ځواکونو کمېدل، د طالبانو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده

شنبی ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر راکمېدل، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده.
د بهرنیو ځواکونو کمېدل، د طالبانو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر راکمېدل، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د ناپیلو هېوادونو په اتلسمه ناسته کې د وینا پر مهال کړې.

ولسمشر چې له جاپاچان څخه اذربایجان ته په یاده ناسته کې د ګډون لپاره ورغلی و و ویل، چې طالبان له نړیوالو ترهګرو سره اړیکه لري.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د نشه يي توکو کارو بار کوي، ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي، ملکي وګړي وژني او د تاوتریخوالي او یجاړۍ فکر ته وده ورکوي.

ښاغلي غني و ویل، که طالبانو او ملاتړو یې د افغان حکومت د سولې وړاندیز منلی وای اوس به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر راکم شوی وو.

د هغه په وینا اوس هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو راکمېدل د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده.

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانان د سولې د رهبرۍ لپاره چمتو دي او د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته یو وړل شي.

ولسمشر و ویل، چې حکومت سولې ته ژمن دی، پر طالبانو بیا د سولې غږ کوي او دغه راز د سیمې له هېوادونو غواړي، چې د ترهګرۍ پر ضد اقدامات وکړي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې دا هم زیاته کړه، چې افغان ځواکونه اوس ډېر پیاوړي شوي او کابو ۹۰ سلنه عملیات خپله مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي