۰
ناټو:

افغانستان کې د ټاکنو ښکېلې غاړې باید له زغم نه کار واخلي

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ټاکنو پر شریکو خواوو غږ کړی، چې له زغم څخه کار واخلي او د ټاکنیز بهیر بشپړېدو ته صبر وکړي.
افغانستان کې د ټاکنو ښکېلې غاړې باید له زغم نه کار واخلي
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ټاکنو پر شریکو خواوو غږ کړی، چې له زغم څخه کار واخلي او د ټاکنیز بهیر بشپړېدو ته صبر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لړم اوله بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وړاندې له خبریالانو سره خبرو کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د افغانستان د ټاکنو شریک اړخونه باید د ټاکنیز بهیر بشپړېدو ته صفر وکړي او ټاکنیزو ادارو ته د کار کولو وخت وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړ، چې د ټاکنو شفافیت او اعتبار مهمې مسلې دي او ناټو په افغانستان کې آزادو او عادلانه ټاکنو ته اړتیا لري.

د ناټو مشر افغان ځواکونه هم وستایل چې ټاکنو ته یې زمینه برابره کړې وه خو ټینګار یې وکړ، چې اوس مهم پیغام دا دی، چې ټولې خواوې له زغم څخه کار واخلي او ټاکنیز بهیر په منظم او آرام ډول پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي