۰
د ناټو سرمنشي:

طالبان باید سولې ته لېوالتیا وښي او تاوتریخوالی کم کړي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غوندې په پیل کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته لېوالتیا وښي.
طالبان باید سولې ته لېوالتیا وښي او تاوتریخوالی کم کړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غوندې په پیل کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته لېوالتیا وښي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن چهارشنبې د لړم اوله له غرمې وروسته بروکسل کې د ینس سټولټنبرګ په وینا پیل شوه.

نوموړي د غونډې په پیل کې و ویل، چې ناټو سازمان د افغان سولې د خبرو د بیا پیلېدو ملاتړ کوي، خو له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي او سولې ته غاړه کېږي.

د هغه په وینا د افغان سولې په تړاو یې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي او توافق یې کړی، چې به ګډه به د افغان سولې لپاره هڅې کوي.

په ورته وخت کې د ناټو مشر دا هم و ویل، چې یاد سازمان په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمن دی او ډاډ ورکوي چې دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي.

ښاغلي سټولټنبرګ دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې د موجودیت په اړه وویل، دا ډله هڅه کوي په دې هېواد کې د پښې ځای پیدا او له دې ځایه خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

خو په وینا یې دوی په دې برخه کې له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او ملاتړ ته یې دوام ورکوي.

د ناټو مشر وايي، دوی له امریکا سره یو ځای افغانستان ته تللي او که چېرته اړتیا ولېدل شي نو له هغوی سره یو ځای به له دې هېواده خپل سرتېري وباسي.

د یادونې ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم نن ورغلی دی.

هغه به د غونډې په څنډه کې د ناټو غړو هېوادونو له یو شمېر استازو سره هم وګوري او د افغانستان د روان وضعیت په اړه به ورسره خبرې وکړی.

باید و ویل شي، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه به سبا پنشنبې هم دوام ولري، چې په کې به د افغانستان د سولې او امنیت په اړه هم خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي