۰
طالبانو ته نېږدې سرچینې:

د بېجنګ د سولې ناسته به نمایشي وي، افغانانو ته به ګټه ونه کړي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د چین پلازمېنه بېجنګ کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې بین الاافغاني غونډې ته په اشارې طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، دا به یوه نمایشي ناسته وي او د سولې پروسې سره به مرسته ونه شي کړی.
د بېجنګ د سولې ناسته به نمایشي وي، افغانانو ته به ګټه ونه کړي
د چین پلازمېنه بېجنګ کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې بین الاافغاني غونډې ته په اشارې طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، دا به یوه نمایشي ناسته وي او د سولې پروسې سره به مرسته ونه شي کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ دوشنبې او سه شنبې د چین پلازمېنه بېجنګ کې د افغان سولې په تړاو بین الاافغاني ناسته وشي.

د ناستې کوربه چین دی غونډې ته افغان حکومت، طالبان، سیاسیون او امریکا، روسیې او پاکستان په ګډون د ځينو هېوادونو استازي هم بلل شوي.

طالبانو هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي شي جنګ او قطر کې د چین سفیر دوحه کې له ملاعبدالغني برارد او ورسره پلاوي سره کتلي.

د طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین ویلي، د چین ځانګړي استازي له ملا براد څخه غوښتنه وکړه، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي سره په دې ناسته کې ګډون وکړي، چې د طالبانو له لوري یې هم بلنه ومنل شوه.

شاهین دا هم ویلي، چې دا ناسته د مسکو او دوحې غونډو د لړۍ دوام دی او په کې ګډونکوونکي کسان به د افرادو په توګه د سولې په تړاو خپل شخصي نظرونه وړاندې کوي.

افغان حکومت وايي، دوی ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو په دې اړه یې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او کله چې پرېکړه وشي ولس به پرې خبر شي.

د حامد کرزي په مشرۍ افغان سیاسیون هم ویلي، چې دوی ته دعوت ورکړل شوی او ۳۰ کسیزه ډله به یې د بېجنګ په ناسته کې ګډون وکړي.

پاکستان هم ویلي، چې د بېجنګ غونډې ته بلل شوی دی.

خو له دې ټولو سره سره طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، دا ناسته به د سولې پروسې سره کومه مرسته ونه شي کړی او یوه نمایشي ناسته به وي.

د طالبانو د واکمنۍ د امر بالمعروف وزیر مولوي قلم الدین جمهور خبري آژانس ته و ویل، د چین په بین الاافغاني ناسته کې به کومه مهمه موضوع مطرح نه شي، بلکې دواړه لوري «طالبان او سیاسیون» به د سولې په تړاو خپل شخصي نظرونه تبادله کړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دا ناسته به وکولی شي، اوربند او مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي و ویل«نه خیر اوس مهال اوربند او بین الاافغاني رسمي خبرو ته زمینه نه ده برابره شوې، ټول څه د امریکا پرېکړې ته ورګرځي، موږ تمه لرو، چې دا ناسته به د امریکا او طالبانو تر منځ د لغوه شویو خبرو بیا پیل ته زمینه برابره کړي.»

نوموړي دې ته په کتو چې د افغانستان مساله یوه سیمه ییزه او نړیواله موضوع ده و ویل، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتګ نړیوال او په ځانګړې توګه د زبرځواکونو هېوادونو لکه چین او روسیې ملاتړ ته هم اړتیا لري او امریکا د همدې ملاتړ تر لاسه کولو په لټه کې ده.
 
د سیاسي چارو کارپو او طالبانو ته نېږدې کس وحید مژره هم د چین کېدونکې بین الاافغاني ناسته یوه نمایشي ناسته وبلله او ویې ویل دا ناسته به د مسکو او دوحې له ناستو سره هېڅ توپیر ونه لري او دلته به د هغه ناستو په شان هر کس د افرادو په توګه خپل نظرونه څرګند کړي، چې افغان ولس ته به هېڅ ګټه ونه کړي.

نوموړي دې ته په اشارې چې په یاده ناسته کې به هېڅ تازه موضوع مطرح نه شي، جمهور خبري آژانس ته و ویل«په دغه ناسته کې چې څه د پام وړ دي هغه دا دي، چې چین غواړي د دغه ناستې په جوړلو وښي، چې دوی د افغانستان د اوسنی وضعیت په اړه اندېښمن دي.»

د وحید مژده په وینا چین غواړي وښي، چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي او ډاډ تر لاسه کړي، چې د افغانستان له لوري به راتلونکې کې چین ته کوم خطر نه وي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي