سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په پروان ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور مهم قوماندانان نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه طالب قوماندانان پرون سه شنبې د تلې ۳۰ مه د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په پل مټک سیمه کې نیول شوي دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محفوظ ولي زاده وایي، دغه طالب قوماندانو غوښتل د غور بند درې ته واوړي، چې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
د هغه په وینا نیول شوي طالب قوماندانان په اصل کې د بغلان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي دي او غوربند ته د ترهګرو فعالیتونو تر سره کولو په موخه اوښتل.
د پروان د والي ویاند زیاتوي، چې دغه طالب قوماندانو څخه دوه تنه د پروان د سیاګرد ولسوالۍ او دوه نور یې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نظامي قوماندان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پروان