د جاپان د بین المللي همکاریو اداره یا جایکا وایي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ددغه ادارې مشر په جاپان کې له ولسمشر غني سره کتلي او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره د ظرفیتونو د لوړولو، کرنې د پراختیا او بیا رغونې په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې جاپان د افغانستان ښه ملګری بللی دی او د دغه هېواد تجربې یې د افغانستان په پرمختګ کې خورا مهمې بللې دي.
ولسمشر له جاپان غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بیا رغونې او اقتصادي ودې په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
ښاغلی غني په افغانستان کې د جایکا د اوسنیو او راتلونکو انکشافي پروژو په اړه هم له جاپاني لوري سره خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودنې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل