۰
ولسمشرغني:

که په ټاکنو کې بریالی شوم، یوه اوونۍ کې به د سولې خبرې پیل کړم

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که په ولسمشرۍ ټاکنو کې بیا بریالی شي نو په یوه اوونۍ کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
که په ټاکنو کې بریالی شوم، یوه اوونۍ کې به د سولې خبرې پیل کړم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که په ولسمشرۍ ټاکنو کې بیا بریالی شي نو په یوه اوونۍ کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې خبرې تودې شوې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سولې په سفر راوتلی او بروکسل کې یې د ناټو او اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي دي.

نوموړي بروکسل کې د ناټو او اروپايي ټولنې له استازو چې په کې د برېتانیا، المان، ناروې او ځینو نورو هېوادونو استازي هم و د افغان سولې په تړاو یوه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب هم ګډون درلود او په جلا توګه یې له زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي دي.

راپورونه وایي، د خلیلزاد او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ ناسته کې پر دې توافق وشو، چې د افغان حکومت له مشرانو، طالبانو او افغان سیاسیون سره به په ګډه د افغان سولې لپاره هڅه کوي.

د امریکا او اروپايي ټولنې استازو په دې ناسته او توافق کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه هم کړې او دغه راز یې د افغان حکومت له مشرانو غوښتي، چې ژر تر ژره د سولې مذاکراتي ټیم وټاکي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب وایي، له خلیلزاد سره لیدنه کې یې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا افغانستان کې تل پاتې او رښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې د سولې د خبرو مشري او مالکیت د افغان حکومت او افغانانو په لاس کې وي.

ها خوا بیا د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دنګ شي جون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغه لیدنې پخلی کړی ویلي یې دي، چې دواړو لورو بېجنګ کې د راتلونکې بین الاافغاني ناستې په تړاو خبرې وکړې.

شاهین ویلي، د چین ځانګړي استازي طالبانو ته هم بلنه ورکړه، چې په دغه جوړېدونکې بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړي ویلي، طالبانو د چین بلنه منلې خو وايي، په دغه ناسته کې به د ټولو لورو استازي د افرادو په توګه ګډون کوي او خپل شخصي نظرونه به سره تبادله کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې، چې دا ناسته د مسکو او دوحې د بین الاافغاني ناستو لړۍ ده.

ټاکل شوې بېجنګ کې د سولې په تړاو بین الاافغاني ناسته د راتلونکې اونۍ په دوشنبې او سه شنبې تر سره شي.

دغه ناسته کې د افغان حکومت، پاکستان، روسیې او امریکا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم وايي، افغان حکومت ته بلنه ورکړل شوې، خو په وینا یې حکومت په دې کار کوي او وروسته به معلومات له خپل ولس سره شریک کړي.

بل خوا افغان سیاسیون ویلي، چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په ګډون به ۳۰ کسیزه پلاوی د بېجنګ په غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دا چې ګډون به به کې وکړي که نه څه یې نه دي ویلي.

په چین کې دغه بین الاافغاني ناسته پر داسې مهال جوړېږي، چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې مسکو هم ورته یوه غونډه جوړه کړي.

ویل کېږي، د مسکو په ناسته کې به د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازي ګډون ولري، خو دا چې افغان حکومت او سیاسیون وربلل شوي که نه په اړه یې معلومات نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي