د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، ټول هېوادونه دې د امنیت شورا د پرېکړو او نړیوالو قوانینو پر اساس له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالې کې د تېرې جمعې د ورځې خونړۍ پېښه چې ۷۲ ملکیان په کې شهیدان او ۳۶ نور ټپیان شول په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې معاهدو ته په پام ټول باید د افغانستان تر څنګ ودرېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرپاڼه وایي، افغانستان کې نړیوال ترهګر فعالیت کوي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې د دغه نړیوال تهدید په له منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
اعلامیه کې ویل شوي، د هسکې مینې پېښې لارښوونکي، پلان کوونکي، مالي ملاتړي او عاملین باید ونیول شي او نړیوالو قوانینو ته په پام محاکمه کړل شي.
امنیت شورا د دغه پېښې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل