۰

روسیې، افغان پولې ته نېږدې پوځي تمرینات پیل کړي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
راپورونه وايي، روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.
روسیې، افغان پولې ته نېږدې پوځي تمرینات پیل کړي
راپورونه وايي، روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي رسنیو ویلي، په دې نظامي تمریناتو کې شپږو هېوادونو برخه اخیستې ده او د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په خاوره کې ترسره کېږي.

روسیې دغه تمریناتو ته (د ۲۰۱۹ کال نه ماتېدونکي وروري) نوم ورکړی دی، چې د مسکو په مشرۍ تاجکستان، بلاروس، ارمانیا، قزاقستان، قرغزستان په کې برخه اخیستې ده.

روسیه وایي د دې تمریناتو موخه د هغو تهدیداتو پر وړاندې تیاری ښودل دي چې د نړیوالې ترهګرۍ له لوري مرکزي اسیا او روسیې ته متوجه دي.

روسي چارواکي وايي چې دا تر ټولو ستر نظامي تمرینات دي او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي