۰

د کورنیو چارو وزیر: طالبانو په جګړه کې ماته خوړلې

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۸
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، وسله والو طالبانو په جګړه کې ماته خوړلې او نور د افغان ځواکونو سره د مقاومت توان نه لري.
د کورنیو چارو وزیر: طالبانو په جګړه کې ماته خوړلې
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، وسله والو طالبانو په جګړه کې ماته خوړلې او نور د افغان ځواکونو سره د مقاومت توان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي  دغه څرګندونې نن دوشنبې د تلې ۲۹ مه کابل د جنرال عبدالرازق په نوم د پولیسو د ملي اکاډمۍ د نومولو په مراسمو کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د طالبانو مشران د افغان ځواکونو له وېرې پټ شوي او یوازې هغه وسله وال یې جګړه کوي، چې تېروتي دي.

د کورنیو چارو وزیر په داډ سره و ویل، چې طالبانو نور په جګړه کې ماته خوړلې او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري.

هغه پر طالبانو غږ وکړ او ترې ویې غوښتل، چې نور خپله وسله پر ځمکه کېږدي او د افغان ځواکونو د حق نارې ته لبیک و وايي.
مسعود انداربي طالبانو ته دا خبرداری هم ورکړ، چې که وسله پر ځمکه کېنږدي او سولې لار خپله نه کړي نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون او ځپلو سره به مخ شي.

د کندهار د پخواني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅګزي په اړه ښاغلي انداربي و ویل، چې جنرال رازق یو اتل او زړور شخصت و، چې د هېواد د دفاع په خاطر یې ځان قربان کړ.

د یادونې ده، چې د کندهار پخوانی امنیه قوماندان تېر کال د تلې په ۲۶ مه د کندهار ولایت په مقام کې د والي د یوه ساتونکي له خوا په ډزو شهید کړای شو.

د جنرال رازق د وژل کېدو مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه او ویلي یې وو، چې برید کوونکی کس د دوی نفوذي وو.

په جنرال رازق د برید پر مهال د کندهار د ملي امنیت رییس هم و وژل شو، کندهار والي ټپي شو خو د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر روغ ووت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي