۰
اکسپریس ټریبیون:

پاکستان له طالبانو د اوربند کولو غوښتنه کړې ده

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
پاکستانی رسنۍ د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو له قوله وایي، پاکستان له طالبانو غوښتي، چې اعلان شوی او یا هم نا اعلان شوی اوربند وکړي.
پاکستان له طالبانو د اوربند کولو غوښتنه کړې ده
پاکستانی رسنۍ د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو له قوله وایي، پاکستان له طالبانو غوښتي، چې اعلان شوی او یا هم نا اعلان شوی اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی له قوله وایي، اسلام آباد پر طالبانو فشار اچولی، تر څو اوربند وکړي.

دغه چارواکي اکسپرېس ټرېبیون ورځپانې ته ویلي، اسلام آباد له طالبانو غوښتي، چې افغانستان کې علني اوربند وکړي او یا هم په نا اعلان شوي ډول تاوتریخوالی راکم کړي.

دغه چارواکي زیاته کړې«اسلام آباد طالبانو ته ویلي که د اوربند اعلان نه شي کولی نو یو نا اعلان شوی اوربند وکړی.»

ورځپاڼه دا هم وايي، چې د پاکستان د دې خبرې هرکلی امریکايي چارواکو هم کړی او هغوی هم ویلي، که طالبان په نا اعلان شوي ډول اوربند وکړي، ښایي، چې مذاکرات ورسره پیل کړي.

خو د ورځپاڼې په باور طالبانو لا تر اوسه په دې اړه امریکا او پاکستان ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

پاکستانی ورځپانې دغه راپور پر داسې مهال خپور کړی، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په تاړاو خبرې یو ځل بیا تودې شوې دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر چې پرون کابل ته په ناڅاپي سفر راغلی و هم ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د سولې لپاره کار کول دي.

تر هغې وړاندې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د امریکا د پوځ له نوي مشر سره هم تر لیدنې وروسته یوه ټوېت کې ویلي، چې د پوځ له مشر سره یې موافقه کړې، چې د افغانستان روانې جګړې ته به سیاسي حل لار مومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي