۰

افغانستان د سازک سازمان د درې برخو مشرۍ تر لاسه کړه

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
سریلانکار کې افغان سفیر محمد اشرف حیدري وایي، افغانستان د سویلي آسیا د همکاریو یا سارک سازمان د درې مهمو برخو مشري او ریاست تر لاسه کړ.
افغانستان د سازک سازمان د درې برخو مشرۍ تر لاسه کړه
سریلانکار کې افغان سفیر محمد اشرف حیدري وایي، افغانستان د سویلي آسیا د همکاریو یا سارک سازمان د درې مهمو برخو مشري او ریاست تر لاسه کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حیدري ویلي، دا پرېکړه د سریلانکا په کولمبو ښار کې د سارک غړو هېوادونو د استازو په غونډه کې وشوه.

د هغه په وینا افغانستان ته د رایو په اکثریت د سارک د مرکزي پلاوي د مدیریت، د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې او د د دغه سازمان د ښځو د سوداګرۍ برخې ریاستونه وسپارل شول.

نوموړی وايي، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خیر الدین مایل د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې مرستیال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عبدالمقیم افغان د دغه سازمان د فرهنګي مرکز مشر وټاکل شو.

د حیدري په خبره د سارک سازمان د ګڼو څانګو مشري او ریاستونه د دوه کلونو لپاره وي او دوی به هڅه وکړي چې افغانستان ته په دې دوه کلونو کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي