۰

هند وايي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې پر اورپکو بمبار کړی

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
د هند د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو اورپکو په مرکزونو هوايي برید کړی دی.
هند وايي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې پر اورپکو بمبار کړی
د هند د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو اورپکو په مرکزونو هوايي برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال روات وايي، د اورپکو په دریو مرکزونو هوايي برید شوی او په دې برید کې لس پاکستاني اورپکي او عسکر وژل شوي دي.

هند ادعا کوي چې په دې مرکزونو کې وسله وال روزل کېدل او دوی د هند پر وړاندې په روانو ورانکاره فعالیتونو کې برخه اخیسته.

خو تر دې وړاندې پاکستان ویلي، د هندي ځواکونو په برید کې پنځه ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي