۰
نانسي پلوسي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې:

موږ نه غواړو چې افغانستان بیا د ترهګرو ځاله شي

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د امریکا د کانګریس مشره نانسي پلوسي وایي، د افغانستان د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنو ساتنه د کانګرس له لومړیتوبونو دی او امریکا هیڅکله نه غواړي، چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدله شي.
موږ نه غواړو چې افغانستان بیا د ترهګرو ځاله شي
د امریکا د کانګریس مشره نانسي پلوسي وایي، د افغانستان د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنو ساتنه د کانګرس له لومړیتوبونو دی او امریکا هیڅکله نه غواړي، چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدله شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مېرمن پلوسي پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه د کانګرس د یوه اته کسیزه پلوي په مشرۍ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغله.

مېرمن پلوسي او وروسره پلاوی له غرمې وروسته په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

د ارګ نه خپره شوې خبرپانه وايي، مېرمن پلوسي په خپلو خبرو کې و ویل، په افغانستان کې د امریکا د حضور دلیل دا دی، چې طالبان د هغه ترهګرو کوربو، چې پر امریکا یې بریدونه وکړل.

نوموړې ویلي دوی نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي نو ځکه د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې ورته مهمې دي.

د امریکا د کانګرس مشرې ویلي« د امریکا متحدو ایالتونو په کانګرس کې زموږ لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده.»

هغې د افغان حکومت د لاسته راوړنو، تعهداتو او لومړیتوبونو او دغه راز د امریکا سره د دوامداره دوستۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي دوی، د دغو هڅو درناوی کوي او دغه ګډې لاس ته راوړنې ورته لومړیتوب لري.

ارګ وایي، ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د امریکا د همېشني مالي او سیاسي ملاتړ او همکارۍ او دغه راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې له امریکا سره د افغانستان مشارکت پایداره وو او پایداره به پاتې شي.

ولسمشر ویلي، چې افغانان د امریکا د لازیات ملاتړ او په بېلابېلو په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې سوله ورته لومړیتوب دی، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي.

دغه راز ښاغلي غني ویلي، په افغانستان کې د امریکا د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.

ولسمشر دا هم زیاته کړې، چې القاعده او داعش لا هم افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دي، طالبان تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکي وګړي خپل هدف ګرځوي.

نوموړی وایي، د ملکي وګړو څخه د طالبانو او نورو ترهګرو موخه داده چې نظام ته زیان ورسوي خو په وینا یې له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل.

ولسمشر غني د ټاکنو په اړه ویلي، چې افغانانو د ټولو ګواښونو سره سره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل او امنیتي او دفاعي ځواکونو په بې پرې توګه د دغه ملي بهیر امنیت ټینګ کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي