۰
روسیه:

امریکا دې په افغانستان کې د عامو وګړو خوندیتوب ته پام وکړي

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
روسیې په افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې پر امریکا غږ کړی، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
امریکا دې په افغانستان کې د عامو وګړو خوندیتوب ته پام وکړي
روسیې په افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې پر امریکا غږ کړی، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسکو ویلي په افغانستان کې د ملګي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې او په دې اړه د یوناما راپور موجود دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا باید په افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

مسکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې چې د سولې او امنیت راوستل و نه ده بریالی شوې.

روسیه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو پر داسې مهال اندېښنه ښيي، چې د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودري سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنې ۷۲ تنه شهیدان او ۳۶ نور ټپیان کړل.

دغه پېښه په نړیواله کچه وغندل شوه او دا یې د بشریت پر ضد یو ښکار او نه بښل کېدوونکی عمل وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي