۰

زابل کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وایي، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، تر اوسه نه ده معلومه، چې مرمۍ د کوم لوري څخه راغلې ده، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې د زابل د ملکي روغتون ډاکتر وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي وو، چې دوه ماشومانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي