سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي چارواکي وایي، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دوی وايي، تر اوسه نه ده معلومه، چې مرمۍ د کوم لوري څخه راغلې ده، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
په ورته وخت کې د زابل د ملکي روغتون ډاکتر وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي وو، چې دوه ماشومانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل