۰

ولسمشر غني جاپان ته تللی دی

دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودونې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
ولسمشر غني جاپان ته تللی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودونې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه ماښام مهال جاپان ته روان او د دغه هېواد پلازمېنې توکیو ته ورسېد.

ارګ وایي، ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د جاپان له دولتي چارواکو او د جایکا له رییس سره وګوري او دغه راز به په هغه ملمېستیا کې هم ګډون وکړي، چې د جاپان د لومړي وزیر له خوا برابره شوې ده.

باید و ویل شي، چې د جاپان نوی امبراتور ناروهیتو به د راتلونکې سه شنبې د اکتوبر ۲۲ مه په رسمي ډول د جاپان د نوي امپراتور په توګه لوړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي