سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د میدان وردګو ولایت په والي مظفر الدین یمن موټر بم ځانمرګی برید شوی خو روغ ترې وتلی دی.
پر والي برید نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه ماسپښین مهال شاوخوا درې بجې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار اړوند د کوتل بېخ سیمه کې شوی دی.
د والي ویاند محب الله شریف زي جمهور خبري آژانس ته د دغه برید پخلی وکړ، خو ویې ویل، چې په برید کې والي او دولتي کارکوونکو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د هغه په وینا والي له میدان ښار څخه د کور په لور روان و، چې په یاده سیمه کې پرې موټر بم برید شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې د ملکي وګړو دوه موټر چې په سیمه کې و هم زیان لیدلی، چې په کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
د والي ویاند زیاتوي، چې پېښه کې وژل شوي کسان او ټپیان د میدان ښار روغتون ته لېږدول شوي دي، خو تر اوسه یې دقیق ارقام نشته او ورسته به له رسنیو سره شریک کړی شي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض