اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې، چې د تلې په شپږمه تر سره شوې بریالۍ وبللې او ویې ویل، چې په دغه ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په شان د بحران رامنځ ته کېدل نه تر سترګو کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دولاند کوبیا نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په افغان سوله او ټاکنو خبرې وکړې.
نوموړي افغان ولس ته د تېرو ټاکنو د مبارکۍ ویلو تر څنګ په ټاکنو کې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو قانوني پرېکړو ته درناوی وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د ټاکنو پایلې باید نوماندانو او سیاسي ګوندونو ته د منلو وي، ځکه په وینا یې د ټاکنو په لویه پروسه کې لږ شکایتونه حتمي دي او دا څه د اروپا په تاکنو کې هم تر سترګو کېږي.
ښاغلي کوبیا و ویل«په ټاکنو کې لږ شکایتونه همدي دي، موږ د اروپا په ټاکنو کې هم ورته شکایتونه لرو، ولې موږ له نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د افغانستان له ولس څخه هیله کوو او غواړو، چې په وړو وړو شکایتونو دا ملي پروسه جنجالي نه کړي.»
نوموړي په تینګار سره د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو او سیاسي ګوندونو غږ وکړ، چې د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون ته درناوی ولري او برېږدي، چې د پایلو په اړه قانون پلی شي.
د اروپايي ټولنې استازي و ویل، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په شان د بحران رامنځ ته کېدو نښې نه ښکاري، خو بیا هم د ټاکنو په شفافیت کې باید جدي هڅې وشي.
په ورته وخت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون د لومړنیو پایلو ځنډ د تعجب وړ وباله خو ویې ویل، چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د روڼتوب لپاره ښايي زیات وخت ته اړتیا ولري.
نوموړي زیاته کړه«که د ټاکنو پایلې د شفافیت د رامنځ ته کېدو په موخه ځنډول شوې وي، د اندېښنې وړ نه ده، خو نه باید دغه ځنډ وغځېږي.»
د اروپايي ټولنې سفیر دې ته په اشارې چې د افغانستان خلک د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته په تمه دی و ویل، چې اروبايي ټولنه هم له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.
ټاکل شوې وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې پرون د تلې ۲۷ مه اعلان شوې وای، خو کمېسیون وایي، دوی د ځینو تخنیکي ستونزو رامنځ ته کېدو له امله ونه توانېدل، چې له ټاکلي مهال وېش سره سم لومړۍ پایلې اعلان کړي.
دغه کمېسیون وایي، دا کار یې د ټاکنو د شفافیت په موخه کړی او ډېر ژر به خپلې چارې بشپړې او د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض