سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش یو ایرانی غړی افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د داعش دغه ایراني غړي پرون شنبې د تلې ۲۷ مه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
سرچینه زیاتوي، یاد کس ۲۳ کاله عمر لري، او د ابو احمد ایراني له لوري د داعش په لیکو کې جذب شوو، چې تېره ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شو.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تسلیم شوي کس پر خپلو کړنو پېښماني ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ په هسکه مېنه کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې ۶۶ لمونځ کوونکي و وژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار