۰

ولسمشر په هسکه مېنه ولسوالۍ کې: داعش ډله له شینوارو ورکوو

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ خلکو سره د خواخوږی لپاره ورغلی وايي، داعش ډله به له شینوارو ورکوي.
ولسمشر په هسکه مېنه ولسوالۍ کې: داعش ډله له شینوارو ورکوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ خلکو سره د خواخوږی لپاره ورغلی وايي، داعش ډله به له شینوارو ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه د یوه پلاوی په مشرۍ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ ته ولاړ.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار او ځايي چارواکو برخه درلوده او موخه یې د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودري سیمې په جومات کې د شوې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل وو.

ولسمشر هسکې مېنې ولسوالۍ ته په رسېدو د پېښې د قربانیانو له کورنیو له ځايي قومي مشرانو، مخورو، دیني عالمانو او عام خلکو سره وکتل او په یوه ناسته کې یې و ویل، چې داعش به له شینوارو ورکوي.

نوموړي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلی چې د داعش وسله وال به په بشپړه توګه د شینوارو له سیمې ورکېږي او د دغه ولسوالۍ لپاره به منظم پراختیایي پلانونه جوړېږي.

ولسمشر همدا راز د هسکې مینې او د شینوارو له ولسونو مننه کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې قربانۍ ورکړې دي او دغه ډلې یې مات کړي دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د پېښې له زیانمنو کورنیو سره د نقدي مرستو ژمنه هم وکړي.

باید و ویل شي، چې تېره جمعه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودري سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې له امله یې ۶۶ تنه شهیدان او ۳۶ نور ټپیان شول.

دغه خونړۍ پېښه د نړۍ په کچه وغندل شوه او ټولو نه بښل کېدونکی بشري ضد جنایت وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي