۰
امریکا:

افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن یو

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
امریکا په ننګرهار کې د جمعې ته د ورځې شوې خونړۍ پېښې ته په اشارې سره وایي، چې افغانستان کې د سولې راوستو او ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمنه ده.
افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن یو
امریکا په ننګرهار کې د جمعې ته د ورځې شوې خونړۍ پېښې ته په اشارې سره وایي، چې افغانستان کې د سولې راوستو او ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار به هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوې خونړۍ پېښه په کلکه غندل شوې او په دغه پېښه یې د خواشنۍ پیغام خپور کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا د ننګرهار برید په کلکو ټکو غندي او په قصدي توګه د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی وحشت او جنایت بولي.

خبرپاڼه کې راغلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټول انسانان حق لري چې په ازادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کړي او ددوی په نښه کول ستر بشري جنایت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دا د بشریت او انسانیت د دښمنانو کار دی.

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات راوستو ته ژمن دي.

د یادونې ده، چې د ننګرهار د هکسې مېنې ولسوالۍ د جودرې په سیمه کې په یوه جومات کې د لمانځ پر مهال چاودنه وشوه، چې ۶۶ تنه په کې شهیدان او ۳۶ نور ټپیان شول.

دغه پېښه په نړیواله کچه وغندل شوه او دا یې یو بشر ضد او نه بښل کېدونکی جنایت وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي