۰

کورنیو چار وزارت: کابل کې مو د حقاني شبکې مهم غړی نیولی

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۵
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.
کورنیو چار وزارت: کابل کې مو د حقاني شبکې مهم غړی نیولی
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه نیول شوی مهم ډلمشر محمد صادق نومېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي د پولیسو ځانګړو ځواکونو محمد صاداق او دغه دوه همکاران د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، محمد صادق چې د حقاني شبکې یو مهم ډلمشر وو د کابل په ګڼو ترهګرویزو پېشو او ځانمرګو بریدونو په طرحه او لارښوونه کې یې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي