۰
زلمی خلیلزاد:

افغان جګړه به د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته رسوو

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې ویلي د امریکا د پوځ له نوي لوی درستیز سره یې موافقه کړې، چې افغان جګړې ته به سیاسي حل لار پیدا کوو.
افغان جګړه به د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته رسوو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې ویلي د امریکا د پوځ له نوي لوی درستیز سره یې موافقه کړې، چې افغان جګړې ته به سیاسي حل لار پیدا کوو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې د امریکا د پوځ له نوي مشر جنرال میلي سره تر کتنې وروسته په یوه تازه ټوېټ کې کړې دي.

خلیلزاد ټینګار کړي، چې امریکا په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي او د روانې جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده او هڅه کوي، چې دغه جګړه د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي ویلي له جنرال میلي سره یې کتنه یې هم د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې کړې دي او په وینا یې هغه هم دې ته ژمن دی، چې دلته روانه جګړه ختمه شي او افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي وايي، نوی لوی درستیز به د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هم خپلې هڅې جاري ساتي.

خلیلزاد دغه راز ټینګار کړی چې امریکا به په افغانستان کې د دوو لسیزو لاس ته راوړنې هم ساتي او تر څنګ به یې کوښښ کوي چې روانه جګړه د سیاسي جوړجاړي له لارې حل کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته دا د خلیلزاد تازه څرګندونې دي چې د روانې جګړې د سیاسي حل په اړه یې کړې دي.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ځینې راپورونه وایي، کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

طالبانو هم ویلي، چې دوی خبرو ته چمتو دي او داسې نښې نښانې شته، چې دغه خبرې بېرته له هغه ځایه پیل شي په کوم ځای چې ټرمپ لغوه کړې وې.

لوېدیځو رسنیو هم ویلي، کېدای شي د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې تر څلور نیمو اوونیو کمه موده کې بېرته پیل شي، خو په دې شرط کې طالبان اوربند ته زړه ښه کړي.

طالبانو ته نېږدو سرچینو بیا ویلي، چې د سولې خبرې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته سمدستي پیلېږي.

افغان حکومت هم وړاندې ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته به نوی حکومت د سولې خبرې بیا پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي