۰
اروپايي ټولنه:

هڅه کوو د افغان سولې خبرو کې اوربند ته زمینه برابره کړو

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
اروپايي ټولنه وایي، هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په خبرو کې اوربند ته لار هواره کړي تر څو په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه ودرېږي.
هڅه کوو د افغان سولې خبرو کې اوربند ته زمینه برابره کړو
اروپايي ټولنه وایي، هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په خبرو کې اوربند ته لار هواره کړي تر څو په  دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه ودرېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبيا نن د هرات اتم امنيتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه هڅه کوی، چې د سولې خبرو په بیا پیل کې اوربند ته زمینه برابره کړي او په دې توګه د روانې مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

رولاند کوبيا په خپلو خبرو کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې اوربند وکړي او د تل پاتې سولې د ټنګښت لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړی وایي، افغانان هره ورځ د سولې لپاره قرباني ورکوي او اړتيا ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بېرته پيل شي.

هغه ټینګار کړي، چې اروپايي ټولنه د تلپاتې بین الاافغاني خبرو ملاتړ کوي، خو په وینا یې د سولې خبرو کې بايد شفافیت وي او د افغانستان د ۱۸ کالونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی افغانستان کې تلپاتې سوله هغه مهال راتلای شي چې طالبان له تاوتريخوالي لاس واخلي.

د سولې په اړه دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال رادبره کېږي، چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د بیا پیل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم ویلي، دوی چمتو دې له امریکا سره مذاکرات له هغه ځایه پیل کړي، په کوم ځای چې د امریکا ولسمشر لغوه کړې وو.

شاهین ویلي داسې نښې نښانې شته چې له امریکا سره د سولې مذاکرات بېرته پیل شي.

په ورته وخت کې ځینو لوېدیځو رسنیو هم ویلي کېدای شي د امریکا او طالبانو خبرې تر څلور نیمو اونیو لږ موده کې پیل شي.

طالبانو ته نېږدو سرچینو بیا ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به سمدستي د سولې خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي