افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د درې ګونو قواوو تر منځ همغږي اړینه بللې او ټینګار یې کړي، چې همغږي باید نوره هم زیاته شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲۴ مه د ملي شورا له یو شمېر غړو او اداري پلاوی سره لیدنه کې کړې دي.
ولسمشر غني ویلي، چې په هېواد کې فرصتونه او خنډونه دواړه شته، نو له فرصتونو د ګټنې لپاره باید د درې واړه قواوو تر منځ همغږي نوره هم زیاته شي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې دوی له اجرائیه قوې سره په پوره همغږۍ کار او هڅه کوي، چې د همکارۍ په فضا کې په هېواد کې د دښمن روانې دسیسې شنډې کړي.
ولسمشر غني له وکیلانو وغوښتل، چې له امنیتي ادارو سره په همغږۍ د وکیلانو د امنیت او نورو مشکلاتو په اړه واضح طرحه جوړه کړي او دعملي کولو لپاره یې کار وکړي.
په ورته وخت کې وکیلانو ویلي، دوی د حکومت د ګټورو پروګرانو او پلانونو ملاتړي دي او په عملي کولو کې یې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
جمهورخبري آژانس:کابل