۰

اروپايي ټولنه: طالبان باید د سولې لپاره اوربند وکړي

پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
اروپايي ټولنې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ریښتینې سولې او خبرو لپاره باید لومړی اوربند وکړي.
اروپايي ټولنه: طالبان باید د سولې لپاره اوربند وکړي
اروپايي ټولنې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ریښتینې سولې او خبرو لپاره باید لومړی اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا دافغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار سره لیدنه کې کړې دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، دغه ټولنه د سولې په برخه کې د افغان حکومت له طرحې ملاتړ کوي او طالبانو ته پکار ده، چې د سولې لپاره اوربند وکړي.

نوموړي زیاته کړې، جګړه او خبرې په هممهاله توګه نه کېږي، نو ځکه طالبان باید د اوربند لپاره نرمښت وښيي او اوربند اعلان کړي.

دغه راز رونالډ کوبیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره خبرو کې پر دې هم ټینګار کړی دي، چې د افغان سولې لپاره باید همغږي هم پیاوړې کړل شي.

په ورته وخت کې ښاغلي محب ویلي، چې افغان حکومت د سولې لپاره واضح پلانونه لري او د رښتینو مذاکراتو لپاره اوربند لومړی شرط دی.

دی وايي، د سولې او اوربند اصلي هدف دا دی، چې د افغانانو وینې توييدنه ودرېږي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی چې د سولې لپاره یې د همغږۍ پر پیاوړي کولو جدي کار پيل کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي