په کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم خپلو مرسیتو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کمار دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲۴ مه کابل کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.
په کابل کې د هند سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم مرستو او همکاریو ته چمتو دی او دوام ورکوي.
نوموړي ویلي، هند او افغانستان د دوستۍ اوږدې تاریخي اړیکې لري او دا دوستی او دوستانه اړیکې به دوام ولري.
په ورته وخت کې د افغانستام د ملي امنیت شورا سلاکار له افغانستان سره د هند د مرستو مننه کړې ده.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي، چې یادې مرستې له ترهګرۍ او ورانکارو سره د حکومت مبارزه پیاوړې کوي او د ترهګرو له شره زموږ د وګړو ژوند او کورونه ژوغوري.
د یادونې ده، چې هند پرون دوه جنګي چورلکې هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ته تسلم کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل