۰
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون:

د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله مو کړې ده

چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین وايي، د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله یې کړې ده.
د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله مو کړې ده
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین وايي، د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون کمېشنر مولوي دین محمد عظیمي نن چهارشنبې د تلې ۲۴ مه خبریالانو ته و ویل، چې تر دا مهاله یې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د هېواد په کچه د ثبت شوو ۴۵۳۸ شکایتونو له جملې نه د ۴۳۶۲مورده په اړه فیصله کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څېړل شوو شکایتونو له ‌مخې د ۱۸۱۷ محلونو د رایو د بیا شمېرلو فیصله کړې ده.

د هغه په وینا ۷۷ نور محلونه چې د ټاکنو په ورځ یې د امنیتي ستونزو له امله د تړل کېدو راپور ورکړل شوو رایې باطلې اعلان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ثبت شوو شکایتونو د څېړلو له مخې۵۰ تنه نقدي جریمه شوي او ۸ تنه له خپلو دندو څخه ایستل شوي دي.

مولوي دین محمد عظیمي وايي، چې د ثبت شوو شکایتونو له مخې ۹۰۷ تنه په ټاکنو کې د درغلیو په جرم عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د یاد کمېسیو مشره زهره بیان شینوارې وايي، ټول شکایتونه د قانون له ‌مخې څېړل شوي دي او ټول هغه کسان چې د دوی د پرېکړې په اړه راضي نه وي د استیناف غوښتلو حق لري.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې، د تلې پر ۲۷مه او وورستۍ پایلې د عقرب پر ۱۶مه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي