۰

ولسي جرګې په تېرو دریو میاشتو کې د قانون یوه ماده هم نه ده پاس کړې

چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
د ولسي جرګې د غړو د غیر حاضرۍ له امله دغه جرګه نه ده توانېدلې، چې په تېرو دریو میاشتو کې ان د قانون یوه ماده هم پاس کړي.
ولسي جرګې په تېرو دریو میاشتو کې د قانون یوه ماده هم نه ده پاس کړې
د ولسي جرګې د غړو د غیر حاضرۍ له امله دغه جرګه نه ده توانېدلې، چې په تېرو دریو میاشتو کې ان د قانون یوه ماده هم پاس کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېږدې دوه میاشت کېږي، چې د ولسي جرګې د اووم دور غوندې پیل شوې، خو له همدې مودې راهیسې یې ان یوه ورځ هم نصاب نه وي پوره او د وکیلانو نه شتون ورته په یوه لوی جنجال اوښتی دی.

په همدې خاطر ځینې وکیلانو د یو شمېر نورو وکیلانو پر نه ورتګ سختې نیوکې وکړې او د ولسي جرګې د داخلي دندو او اصولو د بدلون غوښتنه یې کوله.

دغو وکیلانو د جرګې په اداري پلاوي غږ وکړ او ترې ویې غوښتل، چې د وکیلانو د نه شتون موضوع جدي ونیسي او پرېنږدي، چې ولسي جرګه نوره هم سره وشوړېږي.

د جرکې دوهم مرستیال احمد شاه رمضان د جرګې د نن چهارشنبې تلې ۲۴ مې په غونډه کې د وکیلانو نه شتون ته په اشارې په داخلي کمېسیون نیوکه وکړه ویې ویل، درې میاشتې کېږي، چې دغه کمېسیون د نفوس او احوالو د ثبت قانون یوه ماده هم د تصویب لپاره نه ده برابره کړې.

د جرګې بل غړي غلام حسین ناصري هم د وکیلانو په نه حاضرېدو نیوکه وکړه او د جرګې له اداري پلاوی یې وغوښتل، چې د داخلي دندو او اصولو کړنلاره کې باید بدلون راوستل شي او د وکیلانو د غیر حاضری موضوع جدي ونیسي.

د هغه په وینا د دې لپاره چې د وکیلانو د نه شتون له امله جرګه د عام ولس تر پام نوره هم بده نه شي ښه به وي، چې د وکیلانو د حاضری او نور اصولو د نړۍ د نورو هېوادونو په شان جوړ کړي.

غلام حسین ناصري ټینګار وکړ، چې که ادراي پلاوی د وکیلانو د غیر حاضرۍ موضوع جدي ونه نیسي، نو دا جرګه به د هېواد لپاره هېڅ کار هم ونه شي کړی.

په پای کې د جرګې رییس میررحمان رحماني هم د وکیلانو د غیر حاضری لپاره د جدي انضباطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه وکړه او د جرګې له منشیانو یې وغوښتل، چې نور د غیر حاضرو وکیلانو نومونه افشا کړي تر څو خلک ترې خبر شي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي