۰

د افغان پوځ یوه چورلکه حیرتان بندر کې لوېدلې ده

چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، د افغان هوايي ځواک یوه چورلکه حیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه لوېدلې او ۷ تنه په کې وژل شوي دي.
د افغان پوځ یوه چورلکه حیرتان بندر کې لوېدلې ده
په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، د افغان هوايي ځواک یوه چورلکه حیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه لوېدلې او ۷ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه پرون سه شنبې د تلې ۲۳ مه ماښام ۵:۳۰ دقیقې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل او په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول رادو ویاند حنیف رضايي هم د دغه پېښې پخلی کړی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وایي، دغه پوځي الوتکه په تعلیمي پروزا بوخته وه، چې د تخنیکي ستونزې له امله راولوېده.

د بلخ د والي ویاند عادل شاه وایي، په پېښه کې د چورلکې ۷ تنه سپرلۍ وژل شوې خو رضايي وايي، تلفات اوښتي خو شمېر یې نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي