چارواکي وایي، لغمان ولایت کې نن سهار وختي یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې په یوه جومات کې د ناستو زده کوونکو ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د تلې ۲۴ مه سهار شپږ نیمې بجې رامنځ ته شوی.
د لغمان د والي ویاند اسداله دولتزی جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې برید د یوې مازدا ډوله موټر په وسیله د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته د امنیتي ځواکونو پر قرول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د دولتیز په وینا چاودنه ځای ته نېږدې یو جومات هم وو، چې ماشومانو په کې سبق ویلو او د ښیښو ماتېدو له امله ۲۰ ماشومان هم ټپیان شوي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت د برید د تایید تر څنګ ویلي، په دغه چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:لغمان