۰

راتلونکی کال دایکنډي کې له ۲۰۰ زیات ښوونځي جوړېږي

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د دایکنډي والي سید انور رحمتي وایي، ټاکل شوې، چې د راتلونکي ۱۳۹۹ کال په جریان کې له ۲۰۰ زیات ښوونځي په دغه ولایت کې جوړ شي.
راتلونکی کال دایکنډي کې له ۲۰۰ زیات ښوونځي جوړېږي
د دایکنډي والي سید انور رحمتي وایي، ټاکل شوې، چې د راتلونکي ۱۳۹۹ کال په جریان کې له ۲۰۰ زیات ښوونځي په دغه ولایت کې جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحمتي دغه څرګندونې نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې ویې ویل، چې لا هم په دایکنډي کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د هغه په وینا په همدې خاطر د پلان سره سم ټاکل شوې راتلونکی کال په دې ولایت کې ۲۲۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي، چې وروسره به د زده کوونکو د سرپنا د نه شتون موضوع حل شي.

دغه راز هغه په دایکنډي ولایت کې د یوه هوايي ډګر د جوړېدو خبر هم ورکړ، چې ښايي د راتلونکي کال په بودجه کې یې پلان شامل شي.

والي پر دې هم نیوکه وکړه، چې په قصدي ډول د دایکندي ولایت د هوایي ډګر پروژه له بودجې څخه ایستل هم ناسمه پرېکړه وبلله.

نوموړي د دایکنډي ولایت د امنیت په اړه هم اندېښنه وښوده ویې ویل، چې له تېر یوه نیم کال راهیسې د دې ولایت خلک په سختو امنیتي شرایطو کې ژوند کوي.

د هغه په وینا په نېږدې تېرو دوه میاشتو کې طالبانو څو ځلې پر نومېش، کجران او پاتو ولسوالیو ډلیز بریدونه وکړل خو په وینا یې له ماتې سره مخل شول.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي