۰

د نوماندانو شورا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۸
د نوماندانو شورا وایي، په افغانستان کې د ولسوالکۍ له اوسني وضعیت نه به د مګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.
د نوماندانو شورا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي
د نوماندانو شورا وایي، په افغانستان کې د ولسوالکۍ له اوسني وضعیت نه به د مګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغو نوماندانو نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د حاکمو ټیمونو له خوا پراخې درغلۍ شوې دي.

د نوماندانو شورا تور پورې کړ، چې په افغانستان کې حاکمو ټیمونو ولسواکي، ټاکنې او په حکومت کې ټول فعالیتونه انحصار کړي دي.

د دوی په وینا حاکمو ټیمونو نه یوازې دا چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې اوس هڅه کوي، غیر قانوني او باطلو رایو ته شفافیت ورکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د اوسني وضعیت، ټاکنو، درغلیو او د حکومتي چارواکو له غیر قانوني کړنو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي او د ولسواکۍ د اوسني وضعیت په اړه به اندېښنه ورسره شریکوي.

په ورته وخت کې دغو نوماندانو پر ټاکنیزو کمېسیونونو غږ وکړ چې هېڅ ډول فشار ته دې تسلیم نه شي، شفافیت دې په پام کې ونیسي، د خلکو رایو ته دې درناوی وکړي او له خپلو صلاحیتونو دې پوره ګټه پورته کړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په ۶ مه نېټه تر سره شوې، چې د کمېسیون د معلوماتو له مخې لومړنۍ پایلې به یې د روانې تلې میاشتې په ۲۷ مه اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، له تېرو دوه ورځو راهیسې یې له بایومتریک دستګاوو مرکزي سیستم ته د معلوماتو د لېږد پروسه پیل کړې، چې د نن ورځې تر پایه به بشپړه شي.

د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی ته یوازې بایومتریک شوې رایې د منلو دي او هغه پرېکړه به اعلانوي، چې د ولس د پاکو رایو پر اساس وي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي