۰

کابل کې د یوه ښوونځي تر څنګ د چاودنې مخه ونیول شوه

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
کورنیو چارو وزارت وایي، کمانډو ځواکونو کابل کې د یوې لېسې څنګ ته د اېښودل شوي ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ.
کابل کې د یوه ښوونځي تر څنګ د چاودنې مخه ونیول شوه
کورنیو چارو وزارت وایي، کمانډو ځواکونو کابل کې د یوې لېسې څنګ ته د اېښودل شوي ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت خبرپاڼه کې ویلي، دغه ماین نن سه شنبې د تلې ۲۳ سهار شپږ بجې د کمانډو ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړی شو.

سرچینه زیاتوي، چې وسله والو مخالفینو د کابل ریشخورو کې عالیای لېسې څنګ ته یو ماین ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې د یاد مکتب زده کوونکي پرې په نښه کړي.

خو په وینا یې یاد ماین د د کمانډو ځواکونو د قول اردو د ګارنیزیون د منسوبین له خوا کشف او شنډ کړای شو.

کورنیو چارو وزارت وایي، دښمن غواړي له هر ډول حربې ګټه پورته کړي او پر بې ګناه افغانانو بریدونه وکړي، خو په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې دغه شومو موخو ته رسېدو ته پرېنږدي.

وزارت پر داسې مهال د یوې لېسې څنګ ته د اېښودل شوي ماین د کشف او شنډ خبر ورکوي، چې تېره ورځ د پلازمېنې کابل د ۱۱ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عبدالغفور ندیم لېسې مدیر د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې و وژل شو.

دغه راز راپورونه وايي، نن هم د یوې عارف شهید په نوم د یوې بلې لېسې مدیر په وسله وال برید کې ټپي شوی چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي