کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې عملیات کړي او د طالبانو یو مهم پټنځای یې له منځه وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ځانګړو پولیسو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې عملیات کړي او د طالبانو دغه مهم مرکز یې له منځه وړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور میله چره يي، درې میله ۱۱ ډزه وسلې، د دهشکې د ګولیو درې بکسونه، ۶۰۰ ډزه د دراگونوف ګولۍ، یو قاب د هاوان دوربین او دطالبانو اړوند یو شمېر مهم اسناد د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو د هلمند په نادعلي کې هم ورته عملیات کړي او د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل