۰
ملګري ملتونه:

ټول اړخونه باید د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی ولري

دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
ملګري ملتونه وايي، دوی د افغانستان له ټاکنیزو کمېسیونونو بشپړ ملاتړ کوي او ټول اړخونه باید د کمېسیون پرېکړو ته درناوی ولري.
ټول اړخونه باید د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی ولري
ملګري ملتونه وايي، دوی د افغانستان له ټاکنیزو کمېسیونونو بشپړ ملاتړ کوي او ټول اړخونه باید د کمېسیون پرېکړو ته درناوی ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د ملګرو ملتونو مرستدوینه دفتر یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټینګار کړی، چې دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو تر څنګ ولاړ دي.

د یوناما په باور دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د افغانانو په بشپړ مالکیت ترسره کېږي نو ځکه یې ملګري ملتونه کلک ملاتړ کوي.

په خبرپانه کې ویل شوي دغه دوه کمېسیونونه د پرېکړو صلاحیت لري او ټول اړخونه یې باید پرېکړو ته درناوی ولري.

یوناما دا هم ویلي د کمېسیون هغه پرېکړه هم پر ځای ده، چې وایي یوازې بایومتریک شوې رایې ورته د منلو او باور وړ دی.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم پر نوماندانو غږ کړی چې د کمیسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او د دوی په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

دغه راز یې پرون هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه - د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او ددوی ملاتړي باید د ټاکنو د خوندیتوب، بشپړولو او د دغه بهیر دحراست لپاره، په ځانګړي ډول جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره، خپلې ژمنې وښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي